ایکنا راپور راکوي،نن د رجب د مبارکې میاشتې دیارلسمه نیټه د ه چې د اسلام د ګران پیغمبرحضرت محمد مصطفی(ص)د جانشین او د مومنانو د امیر او د امامت او ولایت د آسمان دلومړي ځلانده ستوري حضرت امام علی علیه السلام دنیکمرغه زوکړې ورځ ده ،په دې مناسبت په درستې نړۍ کې په تیره بیا په نجف اشرف،کربلا معلی،کاظمین ،سامرا،مشهد مقدس ،قم سپيڅلي ښار کې او دغه راز په درست ایران کې ولولناکې او پرتمینې دستورې له پرون راهسې دوام لري او د اهل بیت علیهم السلام مینه وال په دې مناسبت د ویناوالو له خولې د ولایت او امامت د ځانګړنو او اهمیّت او یوزړتوب په باب خپل زړونه خړوبوي او په دې مناسبت خوشالۍ کوي.
په راپور کې وئيل شوي دي په پاکستان،هندوستان،افغانستان،لبنان،سورئې،عراق پشمول په درستې نړۍ کې ډول ډول پروګرامونه او جشنونه جوړیږي او ویناوال داهل بیت علیه السلام په تیره بیا دامام علی علیه السلام په ځانګړنو او اهمیّت رڼآ اچوي.
دایکنادرست کارکونکي په دې مناسبت د نړۍ درستو پتمنو،آزادي غواړو او عدالت غواړو په تیره بیا تاسو خوږو مینه والو ته د زړه له کومې مبارکي وائي.