IQNA

د قران دتلاؤت هنر/22

د ؛عکاشه؛ځانګړنه،د معنا په اساس د قرآن قرائت

6:34 - January 25, 2023
د خبر لمبر: 3486799
ایکنا-(تهران) عبدالعزیزعکاشه دمصر یو نامتو قاری دی چې توانیدلی ،د قرآن کریم په تلاؤت او قرائت کې په یوې خاصې رودې سره شهرت او تل پاتیکیدا پيدا کړي.په هغو کې یو دا چې قرائت یوه چورلیزي معنا درلوده او خپل انداز ئې د قرآن له معنا سره یو شان بدلوه.

د مصر یو مشهور او غوره قاری  عبدالعزیزعکاشه،په ۱۹۴۸کال کې زیږیدلی ؤچې د ابوالعینین شعیشع،شحات محمد انور او محمدالهلباوي سره هم پړاوه ؤ. هغه د مصر د الازهر پوهنتون دالهیاتو څانګې فارغ التحصیل ؤ.

 عبدالعزیز په څلور کلنۍ کې د قرآن د حفظ لپاره مکتب خانې ته تلو او له دې وروسته ،په نهه کلنۍ کې ئې د تجوید په زده کولو سره ،دټول قرآن کریم د حفظ  مدرک ترلاسه کړ.

عکاشه چې د یوه خاص سټایل  قاري دی ،د شیخ محمود منصور په سپارښتنې ،په شپاړس کلنۍ  کې قاهرې ته لاړ او په قاهرې کې په یوه جومات کې ئې د آذان وئيلو او د دیني مسئلو بیانولو ته مخه کړه.

عکاشه یو پیاوړی اودروند آواز درلود. د هغه پیاوړی او دروند غږ په بشپړډول احساسید.د هغه د غږ یوه بله ځانګړنه چې له نورو قاریانو ئې جلا کاوه،دا ده چې په تلاؤت کې ئې زیات اوج نه درلود او په قرائت کې ئې لهجه او انداز بدلاوه.

عکاشه له خپلو آوریدونکو سره دارتباط په ټينګولو کې ښه هنر او د قرآن کریم د تلاؤت په وخت ډير له معنا ډک ټينګار درلود او حتی په ځينو موردونو کې  ئې پر  هغو کلمو چې خاصه معنا لري،ټينګار کوي.

له عبدالعزیز عکاشه څخه د مجلس او سټوډیو  په شکل کې ډير زیات تلاؤتونه پاتې دي. هغه په ۲۰۱۳کال کې په ۶۵کلنۍ کې له دنیا سترګې پټې کړې . یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

https://iqna.ir/fa/news/3940992

captcha