IQNA

په پاکستان کې افغان کډوالو په اسلام اباد کې د طالبان په ضد مظاهره وکړه

6:48 - January 23, 2023
د خبر لمبر: 3486788
ایکنا-(تهران )په پاکستان کې دیره د افغانستان کډوالو کورنیو په افغانستان کې د انجونو د زده کړې او له کاره دمیرمنو په ممانعت باندې په اعتراض کې مظاهره کړې

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،په پاکستان کې د افغانستان پناه غواړو په سلګونو ښځو او سړیو په افغانستان کې د طالبانو له خوا  په پوهنتونونو او ښونځيو کې د انجونو د زده کړې په ممانعت باندې په اعتراض کې  مظاهرو ته مخه کړې ده.

په دغه راپور کې وئيل شوي دي ،پرون په اسلام اباد کې  په سلګونو افغان کډوال چې زیاتره ئې میرمنې وې ،واټونو ته ووتل او په مظاهرې کولو سره ئې  په افغانستان کې د انجونو دزده کړو د دوام او د انجونو دښونځيو دبشپړ پرانیستې غوښته کوله .

مظاهره چیانو همداراز پر نړیوالو او ملګروملتو  غږ کړی چې  دانجونو دزده  کړې او دمیرمنو د کار د محدودیّتونو دختمولو لپاره دې په افغانستان کې پر طالب حکومت دباؤنه واچوي.

په دې زمینې کې  د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد  په دا وروستیو کې  دافغان انجونو دزده کړې په ممنوعیّت د نړیوالې ټولنې داندیښنې په غبرګون کې ژمنه کړې ، چې د زمینې په برابریدا سره  به په افغانستان کې دانجونو دزده کړو مشکلات حل شي،نو تر دې دمه  داسې کومه نښه نښانه نه ده رابرسیره شوې  او په افغانستان او نړۍ کې په دې اړه اندیښنې لاپسې په زیاتیدا دي .

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i126664

captcha