IQNA

د کلتوري کمزوریو د دقیقې پيژندګلوۍ ضرورت،عالمانه حل لارو ته اړتیا لري

6:38 - December 07, 2022
د خبر لمبر: 3486561
ایکنا-(تهران)د اسلامی انقلاب ستر لارښود د هیواد کلتوري هدایت،د کلتوری انقلاب د لوړې شورا اصلی رول وباله او وې وئيل،د کلتوري انقلاب لوړه شورا باید په مختلفو ډګرونو کې د تیروتو کلتوری منطقو او د کمزوریو په دقیقې پيژندګلوۍ او څارنې سره د په مخه وړونکو او سمو منطقو دودولو لپاره  عالمانه حل لارې وړاندې کړي.

ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی  سید علی خامنه اي  نن مازدیګر د کلتوری انقلاب د لوړې شورا له غړو سره په کتنې کې د هیواد کلتوري هدایت او لارښونه ،ددغې شورا اصلی رول اوشان وباله او دهیواد د کلتوري جوړښت انقلابی بیا رغاونې ضرورت ته په اشارې سره ئې  ووئيل،د کلتوري انقلاب لوړه شورا باید په مختلفو ډګرونو کې د تیروتي  کلتوري منطق او د کمزوریو په دقیقې پيژندګلوۍ او څارنې سره ، د مخکښو لارواو  سم منطق د دودولولپاره عالمانه حل لارې وړاندې کړي.

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د  خپلې وینا په پيل کې د کتلوری انقلاب د لوړې  شورا په باب یو ټکی بیان کړ او په دغې شورا کې ئې د نظر خاوندانو او غوره کسانو شتون ته په اشارې سره ووظیل،  په دغې شورا کې د حاضرو کسانو  لوړ فهم او پخوالي  شتون سره ،خو د شورا دغړو په تناسب  د لوړې شورا  ډله ایز هویّت څرګندول لازم نه دي  او لازمه ده  د هیواد په کلتوری مسئلو کې  د شورا اغیزشیندنه  پیاوړي شي،البته دشورا غړي  نور مصروفیات هملري  او دا توقع نشته چې غړي له خپلو  اصلي کارونو وروسته پاتې شي، خو  تمه دا ده چې  له شورا سره د اړونده چارو لپاره مناسب او کافی وخت ورکړل شي.
د اسلامی انقلاب ستر لارښود ددې پوښتنې په مطرح کولو سره چې  د کلتوری انقلاب د لوړې شورا دنده څه ده ووئيل؛ددغې شورا تر ټولو مهمه دنده او رول ، دهیواد او ټولنې  کلتوري لارښونه ده.

حضرت آيت الله العظمی سید علی  خامنه اي په دې خبرې په ټينګار سره چې د رسمي اورګانونو او ادارو  دکلتوری لارښوهنې روده،د ولسی ادارو او تنظیمونو  له کلتوري لارښونې سره فرق لري ، ووئيل؛د کلتوري انقلاب لوړه شورا  د زرګونو ولسی ډلو ټپلو په سمې لارښونې سره  چې په په ډول ډول  او پراخو کلتوري کارونو کې  فعالیتونه کوي،د اسراف نه کولو  او د قناعت او بجت د کلتور د پراختیا په څير په مهمو مقولو کې د عمومی حرکت د بڼه رامینځةکونې زمینه جوړونکي شي.

د  اسلامی انقلاب معظم لارښودد کلتور  جوړونې  او یا د غلطو کلتورونو دسموالي لپاره ددغه شان عمومي حرکتونو رامینځة کیدا ، د کلتوری سسټماټيک شوي رودې برخه  وبلله او د حکومتي کلتوری ادارو د هدایت په باب ئې ووئيل؛ د فرهنګ او اسلامی ارشاد، د ښونې او روزنې ، دتبلیغاتو د ادارې ، صدا وسیما په څير  د ادارو په باب کلتوري هدایت،یوازې د  بدلون د سندونو په ابلاغ سره اکان نه لری، بلکې باید دغه سندونه تحقق  ومومي اواجرائي شي او دد وي اجرائي ضمانت،د کلتوري انقلاب په لوړې شورا کې د درو واړو قواؤ  د مشرانو شتون دی.

دوي همداراز زیاته کړه، دا چې جوړښت باید  انقلابی بیا رغونه شي ،په دې علت ده چې  اسلامی انقلاب د ارواښاد امام  د رهبرۍ په واسطې او د ولس  په حرکت سره یوه معجزه وه  ااو پخپلې یرغلیزې روحیې سره ئې د خلکو په ذهنونو کې د حاکم غلط منطقونه  او اجتماعي ،سیاسی او کلتوری بنیادونه ولړزول . د اسلامی انقلاب ستر لارښود  همداراز ووئيل،د ډيرو غلطو بنیادونو له بدلیدا سره سره ،البته  مختلف عوامل د وخت په تیریدا سره  د انقلاب د یرغلیزې روحیې دکمزوری کیدا سبب کیږي، چې باید  دغه موضوع په جدي څارنې او خیال ساتنې سره  وارزول شي څو غلط بنیادونه بیرته سر راپورته نه کړي.

حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي  زیاته کړه ، د فعالو ځوانانو  او انقلاب دفکری بنسټونو په مرستې سره ، هغه انقلابی روحیه ااو کلتور یو ځل بیا نوی کیدلی او یو لوي کلتوري  حرکت رامینځةکیدلی شي. دوی دغه راز  دغه موضوع د کلتوری انقلاب د لوړې شورا یو اساسی کار وباله او  وې وئيل شورا باید ددغې موضوع دتحقق لپاره فکر ،کار او پلانونه وکړي. دوي د  معمولا پټو کلتوری  بڼو د بدلیدا دایمي څارنه او د هغو په موقعې علاج، دهیواد دکلتوری جوړښت دانقلابي رغاونې ضرورتونه وبلل او وې وئيل، که  ددغو بدلونونو  په دومدار فهم او د هغو  د منفي اغیزو په مخنیوی کې  له کمزوریو او وروسته پاتیوالی سره مخ شو ،خو حتما  به ټولنه  تاوان ومومي  چې  کلتوری ګډوډي  یا د نورو لاسو ته دهیواد دکلتوری چارو د  واګو لویدل، ترټولو مهم تاوانونه دي.

د  اسلامی انقلاب ستر لارښود کلتوری سسټماټیک پلانونه ، د ښونې او روزنې د وزارت ،صدا وسیما، د لوړو زده کړې وزارت، له ځوانانو سره د اړونده مرکزونو او همداراز د  ولسی ډلو ټپلو  پشمول د مختلفو اورګانونو او ادارو  ددندو د روښانه کیدا سبب  وبلل او  زیاته ئې  کړه ، که دغه شان اورګانونه او ادارې پخبلو دندو کې لټي وکړي ، نو ټولنه به ډير زیات تاوانونه وویني.همداراز پوهنتونونه ،علمی او څيړنیز مرکزونه او  اړونده ادارې باید  پرمختګ او علمی لورنیونه خپل جدی لومړي کارونه وګرځوي څو د مونږ هیواد د علم له  کاروانه  وروسته پاتې نشي.

https://iqna.ir/fa/news/4105044/%D9

captcha