IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/8

په قرآن کې د میرمنې د ځائيګي دبیانولو لپاره د مصري څيړاند دستایلو وړ هڅه

16:54 - December 01, 2022
د خبر لمبر: 3486536
ایکنا-(تهران) ډاکټر فوزیه العشماوي خپل علمي ژوند د قرآن په بیانولو کې د میرمنې د ځائيګي د بیانولو لپاره هڅې ته وقف کړی او همداراز به چورلټو دلیلونو سره د قرآن نص ته داحترام کولو په ضرورت باندې په ټينګار سره په دیني بیان کې په نوپالنې پسې وه.

ډاکټرفوزیه العشماوي د جینوا د پوهنتون داسلامی تمدن او عربی ادبیاتو استاذه او دمصر د اوقافو وزارت سره د اړونده ا سلامی چارو د لوړې شورا پخوانۍ غړې او همداراز د یونیسکو سلاکاره وه،او تیره میاشت په جینوا کې په حق ورسیده.

میرمن فوزیه یوه هغه څيره او شخصیّت ګڼل کیدلی شي و چې خپل عمر ئې د قرآني دینی خطاب ارزونې،په دیني خطاب کې نوپالنې ،ددینی خطاب په تفسیر او قرانی تفسیر کې دعقل اهمیّټ او همداراز په اسلام اوسنیو اسلامی ټولنوپه تیره بیا په مصر کې د میرمنو غوره ځائيګي،د میرمنو د ملاتړ د قوانینو د تصویبیدا او همداراز د میرمنو په ضد د نارواؤ محدودیّتونو له وضع کولو سره د اسلام په مخالفت باندې دټينګار اروزنو او سپړنو لپاره وقف کړی  اوتیر کړی دی.

ډاکټر فوزیه عبدالمنعم العشماوي د شلمې پيړۍ د څلوریمې لسیزې  په پیل کې دمصر په سکندریه کې زیږیدلې وه. هغه  په ۱۹۶۵کال کې دسکندریه پوهنتون څخه  د فرانسیسۍ ژبې  ډګري ترلاسه کړه او وروسته د زده کړو دد وام لپاره  جیینوا ته لاړه . هغې هلته غوښتل  په فرانسوي ادبیاتو کې پي ایچ ډی وکړي، خو  دهغې په وینا ،دهغې راهنما استاد چې  یهودي هم ؤ ،له هغې وغ،ښتل څو د فرانسې په ځاي دې  د عربي نړۍ په اوسمهاله مسئلو  څيړنې وکړي. او  هغې هم ومنله او دخپلې پی ایچ ډی ډګرۍ رساله ئې د ؛په محفوظو نجیبو آثارو کې په  موردي مطالعې سره  دمصری میرمنو پر وضعیّت څیړنې ؛ په موضوع سره  ولیکله. هغه د جینواپه پوهنتون کې د  لیکچررې په توګه په کار بوخته شوه او په  ځائيګي کې هم ریټایرډ شوه . د اسلامی مطالعاتو دغه غوره او  مشهوره استاذه ، تیره میاشت په اتیا کلنۍ کې په جینوا کې وفات شوه.

د هغې تر ټولو مهم اثر، ؛په قرآني خطاب  کې میرمن؛نومې کتاب بللی شو. هغې په دې په ټينګار سره چې  حضرت محمد مصطفی(ص)په مکې کې د خپل ژوند په پړاؤ کې  د مشرکانو له پراخ مخالفت سره مخ ؤ او دا مخالفت د جنګ او ښکلیدا تر حده هم رسیدلی ؤ.  له دې امله  په مکې کې قرآني خطاب ،خلکو ته دتوحید معرفي کول بلل کیدلی شی. په دغه پړاؤ کې    دقرآن خطاب اسلام منلو ته بلنه وه ،خو په دغه پړاؤ کې ښځې په ټولنې کې څه خاص رول نه درلود. په مکې سورو کې میرمن سړي په سیوري کې وه. پر دې اساس یوازې  د نبیانو ماندنې او یا دفرعون او یا د مصر د عزیز ماندنې پکې  یاد شوي دي.

البته  مدینې ته د پيغمبر اکرم (ص) له هجرت وروسته،له مختلفې ټولنې سره مخ شوو،یوه داسې ټولنه چې کلتوري اړخونه ئې درلودل او دلته د قرآن آیتونه ،میرمنې د سړیو ترڅنګ راولي.په مدني آیتونو کې  مومنان د مومنو ښځو ترڅنګ او مسلمانان د مسلمانو ښځو ترڅنګ یادیږي. په کلي توګه وئيل کیدلی شي،چې په مدني سورو  کې ،قرآن کریم ،میرمن له سړیو سره برابره ګرځولې ، په داسې بڼه چې د ممتحنه او مجادله سورو په څير خاصه سوره اوآیت  میرمنو ته مخصوصیږي.

captcha