IQNA

د مصر یوې حافظې جینۍ ټول قرآن په اوو ساعتونو کې تلاؤت کړ

6:47 - December 01, 2022
د خبر لمبر: 3486532
ایکنا-(تهران)د مصر یوې پيغلې او دانګریزي ژبې د څانګې محصیلې یمني عبدالرحمن په اوو ساعتونو کې په یوهیړ د ټول قرآن تلاؤت  کولی شي.

ایکناخبری آژانس د القاهرې ۲۴له قوله راپور راکړ، دمصر یوه پيغله محصیله یمنی عبدالرحمن بریالۍ شوې ده ،ټول قرآن په یو وار په اوو ساعتونو کې تلاؤت کړي.

د قرآن کریم دغه حافظه چې د مصر  الدقهلیهه ولایت اوسیدونکي او د انګریزي ژبې دڅانګې د څلورم کال محصیله ده، په دغه تلاؤت سره چې دحفظ په بڼه ترسره شوی ،د الازهر پوهنتون له یوه  استاد شیخ حسن عثمان الشافعي څخه ئې د قرآن د حفظ  اجازت ترلاسه کړ.هغه دمصر ددغې پیغلۍ جینۍد توانمنیو په ستاینې سره د قرآن کریم په حفظ کې د هغې وړتیاوې ډيرې لوړې اوغوره وبللې او هغه ئې یوه داسې بیلګه وبلله چې باید نور ورته توجه وکړي.

د الازهر پوهنتون دغه استادزیاته کړه،د ځوانانو له خواد قرآن کریم حفظ، دمونږ د هیواد،اسلامی امت او دین لوړتیا ده.

https://iqna.ir/fa/news/4103243

captcha