IQNA

د قطر دنړیوال جام د کوربتوب به باب مسلمان پلویان څه وائي (فلم)

6:43 - November 28, 2022
د خبر لمبر: 3486519
ایکنا-(تهران) دقطر دنړیوال جام د سیالیو په څنډې کې  مسلمان پلویان ددغه هیواد دکوربتوب او  اسلامی فرایضو ته ددوی په پابندۍ خوښ دي اوپه نیکئ ئې یادوي.

ایکناخبری آ ژانس د Middle East Eye له قوله راپور ر اکړ،د لیندۍ د میاشتې په څلورمه یعني په تیرې جمعې ورځې  په درست قطر کې  مؤذنانو هغه درست مسلمان لوبغاړي ،پلویان او  مسئولان او هر هغه څوک چې  په دغه مسلمان  هیواد کې   د لومړني نړیوال جام د لومړنۍ جمعې  لمانځه په شاوخوا  سیمو کې شتون لری ، دجمعې لمانځه اداکولو ته بللي  او هغه پلویان  ئې د سنګال په مقابل کې د قطر له لوبې مخکې په لمانځه کې د ګډون لپاره  د دوحې  په ډيرو جوماتونو کې د شتون فرصت نه لري، نو   د الثومه سپورټس سټيډيم  په لږې فاصلې کې په پرانیستي فضا کې د لمانځه  دقایمولو امکانات شته چې   هلته خپل لمونځ ادا کولی شي.

په داسې حال کې  چې   په قوې پرانیستي فضا کې پر فرش د سلګونو کسانو کیښناستل او  دیوه واعظ او خاطیب  خطبو ته غوږ کیښودل  په لویدیځي نړئ کې د فټبال  دپيښ، لپاره یوه غیر عادي   چاره ده ، مسلمان پلویان وائي ،  دقطر نړیوال جام  دوي ته په احترام سره  چې  په هیڅ یوه ټورنامنټ کې  مخینه نه لري، د دهر یوه سټيډیم په داخل کې ئې نماز خانې په نظر کې نیولی دي.

د حلالو خوړو پيرپلور امتیاز  او هغه پلویان چې په سټيډيم کې د شرابو یا نورو  مشروباتو دممنوعیّت  دقانون په اساس د پلیټ فارمونو کې نشته  هم د مسلمانو  پلویانو پام ور اوښتی دی .

د قطر د ۲۰۲۲  نړیوال جام پرانیستونکی دستورې هم  دیوې سترمنې میرمنې په شتون سره چې  دودیزه برقعه ئې پر مخ اچولې وه پیل شوي او هغه پوښښ  اوستر چې په څو اروپائي هیوادونو  کې ممنوع شوی ؤ ،د مورګن فریمن په شتون  سره  دقرآني پرفارمنس  په دوام  کې اجرا شو او د قرآن کریم دغه آیت  تلاؤت شو چې  خداوندمتعال بشریّت د ملتونو اوقبیلو په بڼه پنځولی څو  له یوه بل سرا آشنا شي .

 

https://iqna.ir/fa/news/4102436/

captcha