ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک قوماندانانو د ارواښاد ا مام په حرم کې په شتون سره له ارواښاد امام او شهیدانو له آرمانونو سره خپل میثاث نوی کړ.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ سمندري ځواک قوماندانانو نن د اسلامی انقاب دارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني په پاک حرم کې ددغه سټراټژيک ځواک دقوماندان امیر البحر شهرام ایراني په شتون سره دبعیّت دنوي کولو دستورې ترسره شوې.
په دغو د ستورو کې ګډون کونکو د ګلانو د ګډئ په ډالۍ کولو او د فاتحې او زیارت په لوستلو سره د ا رواښاد امام خمیني دلوړ مقام احترام وکړ.
د لیندۍ یا قوس د میاشتې اوه مه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دسمندري ځواک ورځ او د پيکان توغندوي کشتۍ د پرسنلو دحماسه پنځونې کلیزه ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د سمندری ځواک شجاع ځوانان هرکال د حضرت امام خمیني په مرقد کې په شتون سره د هغه بزرګوار له آئيډیاؤ سره خپل میثاق نوی کوي.