ایکنا خبري آژانس دی نیشن له قوله راپور راکړ،د پاکستان د پوځ دنوی مشر قوماندان جنرل عاصم منیر بخاري پلار هم دقرآن حافظ ؤ او دهغه ورور هم قرآن کریم حفظ کړی دی.
د پاکستان عالمانو،مذهبی ګوندونو او مشایخو د جنرال منیر د پوځ دمشر قوماندان دمنصوبیدا هرکلی کړی دی. دا هم وئيل شوي دي چې د پاکستان مرکزي حکومت د پوځ د لوي درستیز په توګه جنرال ساحرشمشاد میرزا منصوب کړی دی .
د پاکستان د شیعه عالمانو د شورا مرستیال مشر علامه عارف واحدي او یو شمیر نورو پاکستانیو عالمانو او مذهبی شخصیّتونو د پوځ د مشر قوماندان په توګه د قرآن دیوه حافظ منصوبول یو ښه اقدام بللی او د هغه ددغه اقدام ستاینه ئې کړې ده.
دا هم وئيل شوي دي چې جنرال منیر په حرمیّن شریفیّن کې قرآن حفظ کړی دی. د پاکستان عالمان وائي چې د پاکستان ملت په دغه وخت کې وحدت او ثبات ته اړتیا لري او د قرآن د حافظ او سید په توګه د پاکستان د پوځ د مشر قوماندان ټاکنه دهیواد ،ملت او اسلامی امت لپاره یو ښه ځيری کیدلی شي.