IQNA

د راس الخیمې د قرآن په سیالیو کې د ۵۲ملیّتونو استاري ګډون کوي

15:34 - November 20, 2022
د خبر لمبر: 3486482
ایکنا-(تهران) د متحده عربی اماراتو د راس الخیمې د قرآني سیالیو یویشتم پړاؤ په دغه هیواد کې د هستوګنو ۵۲ملیّتونو  داستازو په ګډون سره ترسره کیږي.

ایکناخبری آژانس د امارت له قوله راپور راکړ،په متحده عربی اماراتو کې دیره د ۵۲مختلفو ملیّتونو څخه یو زر درې سوه اوه اویا کسان  د راس الخیمې د قرآن کریم د دجایزې په یویشتم پړاؤ کې له یوه بل سره سیالۍ کوي.

 د راس الخیمې دقرآن اوعلومو د فاؤنډیشن د مدیره پلاوي مشر شیخ صقر بن خالد بن حمید القاسمي  په یوې ناستې کې د قاضیانو د کمیټیو  له کار او د امتحانونو د لارو چارو دترسره کیدا له بهیره خبر شو او د کمیټیو او د سیالیو  دهالونو کتنه ئې وکړه.

شیخ صقر د ښه  انتظام او د راس الخیمې د قران کریم د قرآني جایزو او له سیالیو سره د دلچسپۍ او د ټولنې دپراخ ګډون قدرونه وکړه او وې وئيل، دغه سیالۍ  کال په کال د راس الخیمې د حاکم  شیخ سعود بن صقر القاسمي د ملاتړ او د راس الخیمې د ولی عهد شیخ محمد بن سعود بن صقر القاسمي په دلچسپۍ او تعقیبونې په دلیل  لاښې ترسره کیږي.

شیخ صقر ووئيل،ددغه هیواد دښاریزو او بهرنیو اوسیدونکو په ګډون چې د قرآن کریم دحفظ ااو په دې زمینې کې د خپلو مهارتونو دلوړتیا لپاره  سره سیالۍ کوي، ډير خوښ یم او په متحده عربی اماراتو کې پخپلې قرآني لارې کې د دوي ټولو لپاره  چې وړتیاوې ئې روزل کیږی،او د ګډژوند  روحیه دودوي ،دبریالیتوب هیله کوم.دغه سیالۍ داسلام ددین د اعتدال  او سولې دارزښتونو ځلانده انځورونه وړاندې کوي.

په اماراتو کې د راس الخیمې دقرآن او علومو د فاؤنډيشن عمومي مدیر احمدمحمد الشحي هم ټينګار وکړ،چې د راس الخیمې دقرآن جایزه د وړتیاؤ د جذبیدا او د سیالس لپاره یو ډګر دی .

ددغو سیایو دقیقه نیټه اعلان شوې نه ده خو د اماراتو د خبری سرچینو په وینا،ددغو سیالیو نهائي مرحله به په دسمبر میاشت کې  او پایزې دستورې به ئې هم د ۲۰۲۳کال په جنورۍ کې ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4100606

captcha