IQNA

قرآني سورې/33

احزاب سوره او پر سړيو او میرمنو یو شان نظر

16:20 - October 04, 2022
د خبر لمبر: 3486288
ایکنا-(تهران)که څه هم د سړي او ښځې په بدن کې فرق شته ،خو  ددواړو روح یوشان دی او په دې کې دمؤنث او مذکر په اړه هیڅ فرق نشته.

ایکناخبری آژانس راپور ورکوي، په قرآن مجید کې ددرې دیرشمې سورې نامه احزاب ده  او دا سوره په مدینې کې نازله شوي درې اویا آیتونه لرونکي او دغه راز په دوویشتمې سپارې یا جزوې کې واقع شوي سوره ده .احزاب سوره دنزول د  ترتیب له پلوه  چې پر پیغمبر نازله شوې،نوی لمبر سوره ده .

د احزاب سورې د نومولو وجه  هم په دغې سورې کې د احزاب استعمال دی  چې مقصد ئې په کافرانو کې هغه دوې ډلې دي چې  په مختلفو قبایلو کې د اسلام او دپيغمبر اکرم به ضد سره یو ځاي متحدې شوي وې او د  احزاب جنګ ئې پیل کړی ؤ.

په دغې سورې کې دهغو پيښو ذکر هم شوی دی چې د هجرت په دوهم او پنځم کلونو کې رامینځةشوي وې ،هغه مهال چې اسلامی حکومت تازه تازه جوړ شوی ؤ او مشرکان او منافقانو ددغه نوي او کمزوي حکومت دختمولو هڅه کوله. په دغه پړاؤ کې  داسلام  ګران پیغمبر(ص)له یوې خوا د جاهلیّت په ضد په جنګ بوخت ؤ او له بل پلوه  له دغو سازشونو سره  دمقابلې لپاره هم مجبور ؤ.

په دغې سورې کې رسول الله بزرګوار(ص) او دهغه د  اخلاقو په باب ځيني ټکي موجود دي،او د هغه بزرګوار د ماندینو په باب لارښونې شوي دي او  له  هغوي د هیلې خبره شوې ده چې دوي دې د دنیا په ترک کولو او  دخیر په کارونو کې د نورو په نسبت مخکښې شي او له ګناهانو دې لیرې ووسي.

ددغې سورې په نورو ټکو کې د سړي او ښځې د برابرۍ او د فیص دترلاسه کولو کې دهڅې خبره شوې ده. د سورې په پنځه دیرشم آیت کې راغلي دي ؛ «إِنَّ الْمُسْلِمِينَ وَالْمُسْلِمَاتِ وَالْمُؤْمِنِينَ وَالْمُؤْمِنَاتِ وَالْقَانِتِينَ وَالْقَانِتَاتِ وَالصَّادِقِينَ وَالصَّادِقَاتِ وَالصَّابِرِينَ وَالصَّابِرَاتِ وَالْخَاشِعِينَ وَالْخَاشِعَاتِ وَالْمُتَصَدِّقِينَ وَالْمُتَصَدِّقَاتِ وَالصَّائِمِينَ وَالصَّائِمَاتِ وَالْحَافِظِينَ فُرُوجَهُمْ وَالْحَافِظَاتِ وَالذَّاكِرِينَ اللَّهَ كَثِيرًا وَالذَّاكِرَاتِ أَعَدَّ اللَّهُ لَهُمْ مَغْفِرَةً وَأَجْرًا عَظِيمًا:

؛یقینا خدای به عبادت کونکومسلمانو او ایمانداروسړيو او سځو، عبادت کونکو ښځو،ریښتیني سړيو  او ښځو، صدقه ورکونکو سړيو او ښځو، روژه لرونکو ، له ناخوالیو  او بدو کارونو لیریکیدونکواو دخداي یادونکو ته لوي اجر ورکړي.      

په دغه آیت کې د سړیو او میرمنو لپاره  لس کمالونه شمیرل شوي دي، چې په هغو کې ،دعقیدې سموالی ، ښه عمل،اخلاق چې په هغو کې ځيني واجب او ځيني هم مستحب دي  او دا روښانه شوې ده چې  په فضایلو کې سړی او ښځه  هیڅ توپیر نه لري او د اسلام له نظره دواړه یو شان دي .

https://iqna.ir/ur/news/3512825/%D8%B

تړلې خبرونه
captcha