IQNA

د قران په مدح کښې د نصرالدین طوبار التماس او زاري خپرې شوې

14:31 - May 08, 2022
د خبر لمبر: 3485770
تهران (ایکنا)- د اسلام مشهور التماس او زاري کونکي یعني مبتهل مرحوم شیخ نصرالدین طوبار چې له غم څخه په ډکو التماسونو او زاریو مشهور دی په خپل ژوند کښې د قران کریم په مدح کښې ښکلي زارې او التماسونه اجرا کړي دي چې په خپل ډول د اوریدو وړ دي .

ایکنا خبري اژانس وايي شیخ نصر الدین طوبار په نولس سوه شلم (۱۹۲۰) میلادي کال کښې د مصر د «دقهلیه »ولایت په یوې سیمه کښې وزیږید .

هغه په ماشومتوب او زلمي توب کښې د قران کریم په زده کولو ، حفظولو او د سرودونو په ویلو او د دیني التماسونو او زاریو په ترسره کولو بوخت شو .

څه موده وروسته د هغه ښکلی غږ ، نبوغ او استعداد د مصر د هنرمند زکریا الحجاوي په وسیله کشف شول او همدغه موضوع د هغه د شهرت سبب شوه .

شیخ نصر الدین طوبار  په شیخ محمد عمران باندې یو اغیز شیندونکی کس و او د زاری او التماس فن یې د دیني زکر په ماهیت سره احیا کړ .

هغه د مصر د مشهورو ساز جوړونکو او موسیقۍ پوهانو په ملګرتیا سره په خپلو هنري استعدادونو باندې تکیې سره ابتهالونه یعني د التماس او د زاریو غونډې اجرا کړې چې په دیني حوزه کښې په تر ټولو ښه الحان کښې ګڼل کیږي .

شیخ نصر الدین طوبار بالاخره په نولس سوه شپږاتیایم (۱۹۸۶) میلادي کال کښې وفات شو .

4055193
بچوې: اسلام ، مصر ، ابتهال ، قران
captcha