IQNA

عربستان دې دسولې لپاره خپل جدیّت ثابت کړي 

17:50 - March 27, 2022
د خبر لمبر: 3485599
تهران (ایکنا) -د  یمن دملی نجات حکومت دمرکچي ټیم مشر په یولړ څرګندونو کې  ووئیل ، سعودي عربستان  دې خپل جدیّت، د سولې  لپاره د یمن د لوړې سیاسی شورا د  مشر په وسیله  وړاندې شوي پلان ته   په مثبت ځواب سره ثابت کړي .

ایکناخبري آژانس د پارس ټوډې له قوله ر اپور راکړ،د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر مهدي المشاط پرون ناوخته په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په عربستان  باندې توغندوي او  ډرونز حملې تر درو ورځو پورې ځنډوو او که عربستان  درست بهرني عسکر د یمن له خاورې او سمندري برخو وباسي او د یمن کلابندي او ورباندې بې امانه حملې ختم کړي، نو تیار یوو دغه اور بند دایمي کړو .

داپه داسې حال کې دي چې  د یمن د ملی نجات حکومت  ویندوي محمد عبدالسلام  بیګا پخپل یوه ټولنیز پیغام کې  لیکلی دي،د سعودي نظام باید د  اور بند په منلو سره ،دغه پلان  ته د یمن له خاورې د خپلو بهرنیو عسکروپه ویستلو  سره او د  کلابندۍ په ختمولو سره  ځواب ورکړي .

هغه زیاته کړې  په داسې بڼه کې سوله ټینګیدلی او  له هر ډول پوځي او انساني دباؤ لیرې  په یوې آرامه فضا کې  د سیاسی حل لارې خبره کیدلی شي .

https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i113964

captcha