ایکناخبری اژانس له لبنانه راپور راکړ، د لبنان دنبطیه ولایت د الفوقاء سیمې د ارشاد ادارې د قرآن کریم ټولنې ، دنوي میلادي کال په لومړنۍ ورځې ، له نهو تر دیارلسو کلونو پورې د ماشومو انجونو او هلکانو لپاره د ؛ نورالقرآن ؛ په عنوان سره د قرآن دحفظ یوه دوره ترسره کړې ده . دغه دوره په حضوري توګه د نبطیه ښار په عمومي پارک کې ترسره کیږي ، او د ټول قرآن کریم تر حفظ پورې به دوام ولري .
دقرآن کریم د حفظ دغه پړاؤ دوحي له کلام او خداوندمتعال سره د نزدیکیدا لپاره دنوي نسل د جذبولو په موخې سره او دغه ر از له ماشوموالي ، د قرآن کریم په لاره کې دحرکت ، اوپه آیتونو کې ئې د تامل او همداراز د قرآن دآیتونو دسمې حفظونې په خاطر جوړ شوی دی .
د نطبیه الفوقاء ښار د لبنان د نبطیه ولایت مرکز او په جنوبی لبنان کې واقع په جبل عامل سیمې کې یو تر ټولو مهم ښار دی او له کلتوري او اقتصادي پلوه هم له ډير زیات اهمیّته برخمن دی .