IQNA

په دبی کې د هولوکاسټ یادونې نندارتون پرانیستا

14:04 - June 10, 2021
د خبر لمبر: 3484361
تهران (ایکنا) - د اماراتو د حکومت لخوا د اسرائیلو جنایاتو او په غزه کې د ماشومانو او ښځو وژنې ته له بې پامی سره، په دبي کې د هولوکاست یادونې لومړې نندراتون پرانیستا وکړه.

د اماراتو په دبي ښار کې د هولوکاست یادونې لومړې نندراتون پرانیستا وشوه چې په مینځني ختیځ کې دا د خپل ډول لومړی نندارتون دی. د دې نندارتون پرانیستا په داسې حال کې ترسره کېږي چې امارات د رژیم قدس نیواکګر په غزه باندې د وروستۍ تیری شهیدان چې زیات شمیر د ښځو او ماشومانو و او شهیدانو وینې ته هیڅ پام نه کوي.
تیره میاشت هم په دبۍ کې د تمدنونو عبرت میوزیم »زمونږ یاد دي« نندارتون په دویم نړیوال جنګ کې د خلکو د سوځولو بټۍ د اسنادو په اړه پرانیستو و، چې تمه کېږي دا به دایمي وي.
د هولوکاسټ د یادونې د نړیوالې اتحادیې مشر کاترین مایر، له سی این این سره په مرکه کې د دې میوزیم او د یادونې د جوړولو او بیا د دارنګه پېښې رامینځته کېدو د مخینوي په اهمیت ټینګار وکړ.
په متحده عربي اماراتو کې د آلمان سفیر پیټر فیشر په خپله وینا کې هولوکاسټ د خپل هیواد لپاره تلپاتې رسوایی وبلله او د متحده اماراتو د حکومت دغه اقدام یې وستایه. په ورته وخت کې په سیمه کې د اسراییلو د سیاستونو انتقاد کونکي او د فلسطین د حقونو مدافعینو په ځلونو په دویمه نړیواله جګړه کې د یهودیانو په خلاف ترسره شوي جنایتونه غندلي او د صهیونیزم د افراطیت او تروریستي غورځنګ او یهودیت د ابراهیم دین په توګه ترمینځه د توپیر غوښتنه یې کړې ده.
3976561

captcha