IQNA

په بحرین کې د قرانکریم د درې تلاوتي ختمونو پرانیستیا

10:09 - April 10, 2021
د خبر لمبر: 3484227
تهران (ایکنا) - د بحرین د دریو مشهورو قاریانو د قرآن کریم د تلاوت له درېو بشپړو تلاوتونو سي ډي پرانیستا مراسم پرون، د د وري میاشتې په ۱۹ نیټه ترسره شول.

دا مراسم د بحرین د اسلامي عالي شورا په ملاتړ او د بحرین د دې مشهورو درې قاریانو په غږ کې د ټول قرآن کریم ختم پرانیستا وشوه.
په دې مراسمو کې د بحرین د اسلامی عالۍ شورا غړو په مجازی ګډون سره او د قاریانو، د مصاحف بیا کتنې کمیټۍ او یو شمیر چاوارکو او د طرحې څارونکو په شتون سره ترسره شو. د قرآن کریم د ختم سی ډي چې د قرآن کریم متن هم لري پرانیستا وشوه.
د ټول قرآن کریم د ختم دا غږ د درېو بحرینی له مشهورو قاریانو انس عیسی العمادی، علی صلاح علی عمر او عمر محمد مظفر چې د حفص له عاصم په روایت ریکارډ شوې او د مصاحف بیا کتنې کمیټۍ لخوا څیړن شوي او بیا کتنه یې شوې ده.
3963268

captcha