IQNA

د پاکستان ولسمشر د فرانسې حکومت ته: د مسلمانانو په خلاف تبعیض قانوني نکړی

6:30 - February 22, 2021
د خبر لمبر: 3484091
تهران (ایکنا) - د پاکستان ولسمشر د فرانس چارواکي خطاب کې وویل چې د دغه هیواد په ټولنه کې د مسلمانانو خلاف تبعیض لرونکې قوانین و نه ټاکي.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي له فرانسې سیاسي لارښودو غوښتنه وکړه چې د مسلمانانو په خلاف تبعیض لرونکې قانون و نه ټاکي.
د پاکستان ولسمشر د اسلام دښمنه سیاستونو د دوام په وجه د فرانسې په حکومت باندې نیوکه وکړه
عارف علوي پرون په اسلام آباد کښې د مذهب د آزادۍ او د اقلیتونو د حقوقو په نړیوالې غونډې کښې، د فرانسې په پارلیمان کښې له اسالمي بنسټ پالنې سره د مقابلې د لایحې په تصویبیدو باندې په نیوکې سره وویل: پاریس ته پکار دي چې له اسلام سره د دښمنۍ او کرکې خورونې پر ځاې، د خلکو د یووالي په لړ کښې ګام پورته کړي.
د پاکستان ولسمشر د فرانسې په پارلیمان کښې د غې جنجالي لایحې تصویبیدل د ملګرو ملتو د منشور او د هغې ټولنیزې غږملتیا خلاف وبلل چې اروپا یې په ټولنه کښې د شتون مدعي ده.
عارف علوي د فرانسې له حکومته وغوښتل چې د دغه هیواد د مسلمانې ټولنې خلاف توکمپالنه دې نه قانوني کوي ګني نو دغه ډول اقدامات به د کرکې او تاوتریخوالي په شکل کښې جدي پایلې ولري.

3955211

captcha