ډان نيوز خبري آژانس د رپوټ له مخې د لاهور لوې محکمې وويل، د پاکستان د عوامي تحريک ګوند دغه پلويان د دوه لکو روپو جرمانې په ادا کولو سره له جېله آزاد کړې شول.
د پاکستان د عوامي تحريک ګوند پلويان په 2014 کال کښې د پنجاب صوبې د صوبائي حکومت او د دغې صوبې د وزيراعلی شهباز شريف په تېره تيره بيا لاهور ښار کښې په سياستونو باندې په اعتراض کښې مظاهرې وکړې چې په احتجاج کونکو باندې د پوليسوپه ډزو سره د دغه ګوند څوارلس تنه ووژل شول او په سلګونو نور ژوبل او ونيول شول.