IQNA

د دوبۍ جزائي مرکزونو کې آنلاین قرآنی ازموینه

17:48 - July 06, 2020
د خبر لمبر: 3483354
تهران (ایکنا) - د دبي د قرآن کریم نړیوال جایزه ترسره کونکې کمیټۍ د دبي په جزاء او بیارغونې مرکزونو کې په آنلاین توګه د قرآن کریم د حفظ آزمون ترسر کړ.

له امارات الیوم څخه په نقل، دا ازمون د کرونا د خپریدو له امله په آنلاین توګه ترسره شو او په دې کښې د دبي د جزاء او بیارغونې په مرکزونو کښې موجود کسانو چې د دې مرکز د قرآن کریم له مرکز څخه د قرآن حفظ ګټه ترلاسه کړې، ګډون وکړ.
د په ۲۰۲۰ کال کښې دویم قرآني ازمون دی چې د دبي په جزاء او بیا رغونې مرکز کښې ترسره شو او په دې کښې له ۱۰۰۰ نه زیات ښځو او سړو ګډون وکړ.
د دې دورې لومړۍ دوره د ۲۰۲۰ کال په مارچ میاشته کښې ترسره شوې وه او په دویمه دوره کښې، چې پکې نوې ټیکنالوژي وکارل شوه.
د دبي په جزاء او بیارغونې مرکزونو کښې د حفظ طرح د په دې مرکز کښې د ساتلې شوي خلکو په مجازاتو کښې د کمیدو په هدف ترسره کېږي. دا طرحه له ۲۰۲۰ کال پيل شوې ده او هغه کسان چې د قرآن کریم په حفظ کښې بریالي شوې دي په مجازاتو کښې تخفیف سره مخ شوې دي.
3909036

captcha