IQNA

په قبرس کې د اسراېیلو په ضد مظاهرې

17:11 - July 06, 2020
د خبر لمبر: 3483352
تهران (ایکنا) - د اسرائیلو له خوا د اردن د سیند د لوېدیځي غاړي د لاندې کېدو د طرحې په وړاندې د قبرس په پلازمینه کې مظاهرې وشوې.


د وفا خبري اژانس په حواله، د صهیونیستي رژیم له خوا د اردن د لویدیځي غاړې د لاندې کېدو د طرحې په وړاندې د قبرس په پلازمینه نیکوزیا کې د دې رژیم د سفارت مخي ته خلګو مظاهرې وکړې.

هغوی د فلسطیني بیرغ په اوچتولو سره د دې رژیم د سفارت مخي ته راټول شوي وه او د اسرائیل د جعلي رژیم له خوا د فلسطیني سیمو د اشغال غندنه وکړه.

مظاهره چیانو د دغه جنایتکاره رژیم سره په مخالفت کې شعارونه ورکول.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا له د پېړۍ د شرموونکې معاملې پر بنیاد د اسرائیلو نیواک ګر رژیم غوښتل چي د اردن د سیند د لویدیځې غاړې ځمکې لاندې کړي. په داسي حال کې چي دغه سیمه د فلسطین خاوره بلل کیږي.

parstoday.com

captcha