د پآکستان په اسلام اباد کې په زرګونو خلکو پرون ددغه هیواد د لومړی وزیر عمران خان پشمول د لوړپوړو حکومتی چارواکو په شتون سره د هند ترکنټرول لاندې دکشمیر دمظلوم ولس په ملاتړ کې د انسانی ځنځیر کړۍ جوړه کړه .
دپاکستان خلکو ددغه انسانی ځنځیر په جوړولو کې د کشمیریانو په ضد دهندی حکومت او پوځ د محدودیّتونو دلغوه کولو غوښتنه وکړه .
هندی حکومت په همداوروستیو کې ترخپل کنټرول لاندې کشمیر ته د نورو یو لک اتیا زره پوځیانو په لیږدولو سره په دغې سیمې کې د خپلو پوځیانو شمیر یو میلیون اتیا لکه کسانو ته زیات کړی دی
د اګست له پنځمې نیټې راهسې د هندوستان پارلیمان (لوک سبها) دجمو اوکشمیر سیمې د کورواکۍ په لغوه کولو سره د هند تر کنټرول لاندې د کشمیریانو لپاره شرائط لاسخت او دغې سیمې ته د هندوانو د مهاجرت لپاره زمینه او د هغوی له خوا دکشمیر د مځکو د پیرپلور زمینه هم برابره کړې ده چې دغې چارې د کشمیریانو او پاکستان سخته غوسه او کرکه راپارولې او د اسې کومه ورځ نشته چې د هندوانو اوهندی حکومت په ضد خپله کرکه نندارې ته وړاندې نه کړی . کابو دوه میاشتې کیږی چې هندی پوځ په جمو اوکشمیر زیاترو برخو کې ګرځبندیز لګولی او په لکونو کشمیری مسلمانان ئې په خپلو کورونو کې بندیان کړی دی .