IQNA

۱۴۰۲ هجري لمریز کال د انفليّشن د کنټرولولو او د تولید د ودې کال ونومول شو 

9:53 - March 21, 2023
د خبر لمبر: 3487065
ایکنا-(تهران )د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د ایران ملت او هغو ټولو ملتونو ته چې نوروز اختر لمانځي د نوروز عید په مبارکۍ ویلو سره په تیر کال کښې د ایران تر ټولو مهمه مسله د خلکو  اقتصاد او معیشت وباله او په دې خبرې ټينګار سره چې روان کال هم اقتصاد د ایران اصلي مسله ده د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال شعار د انفلاسیون کنټرولول او د تولید وده اعلان کړ.

ایکنا دپارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د نوروز اختر د پیغام په پیل کښې د معنویت له سپرلي سره د طبیعت د پسرلي سمون خوړلو ته په اشارې سره وویل د روژې په مبارکې میاشت کښې د معنویت وږمې په ټولو خلکو لګیږي او باید خپل زړونه له دغه الهي وږمې او عطرو څخه برخمن کړو.

حضرت ایت الله خامنه اي ورپسې د تیر هجري لمریز (۱۴۰۱)کال په لنډ ډول بیانولو سره دغه کال له اسلامي انقلاب څخه د ټولو وروسته کلونو په شان له بیلابیلو ترخو او خوږو عوارضو سره یوځاې وباله او په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اقتصاد په تیر هجري لمریز کال کښې د ایران تر ټولو مهمه مسله وه زیاته کړه د اقتصاد په برخه کښې هم خوږوالي او تریخوالي وو ، تریخوالي په خورا توګه انفلاسیون او ګرانۍ په تیره بیا د خوراکي شیانو او د ژوند د اصلي ضرورتونو د شیانو د بیو زیاتیدا ته اړونده ده  چې د شیانو  بیې زیاتې شوي دي او دغه چاره د ټولنې د ټیټې پرګنې په خلکو باندې دباو اچوي.

هغه حضرت جوته کړه البته د اقتصاد په برخه کښې ښه او رغنده کارونه ترسره شوي دي چې باید د خلکو له ژوند او معیشت سره مرتبط شي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په تیر هجري لمریز کال کښې د تولید ملاتړ د څو زره بندو شویو او نیمه چټي شویو کارخانو په بیا کار پیلیدا او دغه راز د پوه بنسټه شرکتونو د شمیر په زیاتیدا او د بیکارۍ د څو فیصده په کمیدا سره د اقتصاد په برخه کښې په مثبتو اقداماتو کښې وبلل او ویې ویل: په تیر کال کښې د اقتصاد د برخې یو خوشحالونکی ټکی د حکومتي او د غیر حکومتي تولیدګرانو د وسونو او د بریاو نندرې ته وړاندې کول او د امام خمیني رحمت الله علیه په امامباړې کښې د ایران له سترو تولیدګرانو سره غونډه وه.

حضرت ایت اله خامنه اي په دې خبرې باندې ټينګار سره چې د ایران د تولیدګرانو د اقداماتو په هکله زما قضاوت مثبت دی د هیواد ځینو اقتصادي ګرافونو ودې ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه: د بیمې په برخه کښې ګرافونه ښه دي او اوبو ، ګازو ، لارو او ژواک چاپیریال ته په اړونده برخو کښې ښه کارونه ترسره شوي دي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي وویل : په ټینګار سره وایم هغه ښه کارونه چې د اقتصاد په برخه کښې ترسره شوي دي باید د ایران د خلکو په تیره بیا د کمزورو پرګنو د خلکو د ژوند د مشکلاتو د ختمیدا سبب شي او دغه مهمه موضوع هم له دقیقې پلانوني او د دغو کارونو له دوام پرته امکان نلري.

هغه حضرت د ایران د اقتصادي حالت  د جاجونې په هکله دغه  ټکي ته اشاره وکړه چې په ارزونې کښې تریخوالي او خوږوالي د یوبل په څنګ کښې ووینو او د هغوې ټولګه محاسبه کړو.

حضرت ایت الله خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې اقتصادي مشکلات یوازې په ایران کښې نه دي بلکې د قوي او د پرمختللیو اقتصاد لرونکو هیوادونو په شمول ټول هیوادونه هم له اقتصادي مشکلاتو او حتی د بانکونو له دیوالیه کیدا او له سترو پورونو سره ښکیل دي وویل: د ایران حکومتي چارواکي او دغه راز اقتصادي ، سیاسي او کلتوري فعالان باید خپلې ټولې هڅې وکړي چې د تریخوالو په کمولو او د بریالیتوبونو په زیاتولو سره روان هجري لمریز کال د ایران د ملت لپاره یو خوږ کال ووسي.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د نوي هجري لمریز کال(۱۴۰۲) په هکله وویل په روان کال کښې د ایران اصلي او چورلیزي مسله هم اقتصاد ده، البته دا  په دې معنا نه ده چې په نورو برخو کښې مشکل نشته، په ایران کښې په کلتوري او سیاسي زمینو کښې بیلابیل مشکلات شته خو که چیرې حکومت، پارلمان او اقتصادي فعالان او ټولې ځوانې او انګیزې لرونکي ډلې د خلکو د مشکلاتو د حل لپاره خپلې ټولې هڅې وکړي نو د ایران ډیر مشکلات به هم حل شي.

هغه حضرت د ایران د خلکو د  مشکلاتو حل کیدل له کمزورو پرګنو سره د مرستې او د ولسي ملاتړونو او د موسسو په شان د انساني کارونو او د تولید په څیر له اقتصادي اساسي او بنسټیزو فعالیتونو سره اړونده وبلل او جوته یې کړه د تولید په څنګ کښې  نور اساسي کارونه د پانګونې مهمه موضوع ده چې  حکومتي چارواکي او په تیره بیا خصوصي یعني پرائیویټ برخه ورته ځانګړی پام وکړي.

ایت الله خامنه اي په نویمې لسیزې کښې د پانګونې په زمینه کښې د ایران شاته پاتي والي ته په اشارې سره ټینګار وکړ: یوه جدي تشه(خلا) د پانګونې موضوع ده چې باید په پلانونې سره د هغې زمینه برابره شي او پانګونه وشي.

هغه حضرت زیاته کړه زه د دغو ټولو چارو په تیره بیا له اقتصادي مشکلاتو د ایران د ژغورنې د یوه کلید په توګه  تولید او دغه راز د یوه اصلي مشکل په توګه د انفلاسیون موضوع ته په پام کولو  سره د څوارلس سوه دوهم (۱۴۰۲) هجري لمریز کال شعار د انفلاسیون د کنټرولولو او د تولید د ودې کال اعلانوم.

د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي ټینګار وکړ د هیواد چارواکي ، اقتصادي فعالان او کلتوري او ولسي  فعاللان  او د راډیو او د ټیلي ويژن اداره چې د کلتور جوړونې دنده پرغاړه لري خپله ټوله هڅه په دغو دوو موضوعګانو متمرکزه کړي چې په لومړۍ درجې انفلاسیون کنټرول شي او کم شي او ورپسې د تولید د زیاتولو زمینه هم برابره شي.

هغه حضرت د خپل د نوروز اختر د پیغام په پاې کښې د حضرت بقیته الله الاعظم عج ته د خپل ارادت په وړاندې کولو او د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه او د شهیدانو د پاکو روحونو لپاره د لوړو درجو د غوښتلو په ترڅ کښې له خدای پاک ج څخه په نوي کال کښې د ایران د ملت لپاره د  خوشبختۍ او د خوشحالۍ غوښتنه وکړه.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i129828

captcha