IQNA

ستر قدرتونه د اسلام آباد او تهران د اړیکو خرابول غواړي

23:48 - May 19, 2019
د خبر لمبر: 3482182
نړیواله ډله: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وویل: کوم ستر هیوادونه چې په سیمه کښې شتون لري، د ایران د قدرت زیاتیدل د ځان لپاره یو ستر خطر ګڼي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو څانګې ویبپاڼې نه په نقل، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې ځیني ابر قدرتونه نه غواړي چې د تهران او اسلام آباد اړیکې دې دوستانه وي ځکه چې هغوي د خپلو ګټو په تکل کښې دي.شاه محمود قریشي وویل: هر کله چې د پیاوړو هیوادونو له خوا د ایران او پاکستان د اړیکو د خرابولو هڅه او کوشش کیږي، د دې دواړو هیوادونو چارواکي په خپلو کښې په خبرواترو سره دغه ډول دسیسې شنډوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بې له دې چې د کوم هیواد نوم واخلي، ټینګار وکړ، کوم ستر هیوادونه چې په سیمه کښې شتون لري، د ایران د قدرت زیاتیدل د ځان لپاره یو ستر خطر ګڼي.
http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i82259
captcha