د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، مېرمن محبوبه مفتي پرون د کشمير په مرکز سرينګر کښې وويل، د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او پکار دي د دغې سيمې مسائل او مشکلات د خبرو اترو له لارې هوار شي.مېرمن محبوبه مفتي زياته کړه، د هند حکومت پکار دي د کشمير د مسئلې د هواري لپاره له پاکستان او کشميري مشرانو سره کښيني او خبرې اترې وکړي.
له دې مخکې هم د جمو او کشمير پخواني وزيراعلی فاروق عبدا... ويلي وو چې د کشمير مسئله فوځي حل لاره نه لري او نوے ډيلے او اسلام آباد پکار دي د خبرو اترو له لارې دغه بحران ختم کړي چې سيمه د ارامښت او قرارۍ مخ وويني.
http://parstoday.com/ps/news/world-i79717