د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، بیګا د کابل په نهمې ناحیې کې د یو کاربم د چاودنې له امله درې پولیس او یو ملکي کس مړ او د څلورویشتو ماشومانو او څلورو ښځو په شمول درې نوي تنه ژوبل شول.
طالبانو له تهران ریډیو سره په تماس کې د دغه چاودنې پړه په غاړه واخسته.
په بیګانۍ حمله کې چې د ګرین ویلیج په نامه د کابل ښار په نهمې ناحیې کې د بهرنیو میلمنو په میلمستون وشوه په ټول کې تر سلو زیات کسان مړه او ژوبل شوې دي.
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویندویي نجیب دانش وویل چې له چاودیدونکو موادو یو ډک ګاډی بیګا د کابل ښار په نهمې ناحیې کې د بهرنیانو میلمستون ته نزدې وچاودیده چې درې پولیس او یو ملکي کس پکې مړ او نوي ژوبل شول.
دغه چاودنې مالي تاوانونه هم اړولې دي. کتونکي وایي چې د خواوشا کورونو شیشې بیخي ماتې شوې چې د هغو له امله هم یو شمیر کسان ژوبل شوې دي.
ګرین ویلیج میلمستون د کابل کندهار په لاره او د کابل ګمرک ته نزدې پروت دی او اکثره میلمانه یې د غیردولتي موسسو او دملګرو ملتو کارکوونکي دي.
د طالبانو ویندویي ذبیح الله مجاهد تهران ریډیو ته په راستولې ایمیل کې وویل چې دغه چاودنه د بهرنیو نیواکګرو ځواکونو او د هغوی د تالي څټو په ځای شوې ده. ده لیکلې چې له دې مخکې ملکي کسانو ته خبرداری ورکړل شوی و چې د بهرنیو ځواکونو د استوګنې له ځایونو او پوځي مرکزونو دې لرې اوسي.
دا په داسې حال کې دي چې د کابل ښار یوه برخه نن سهار یو ځل بیا یوې بم چاودنې ولړزوله.
دغه چاودنه نن سهارد افغانستان د ملي امنیت یوې ادارې ته نزدې په نهمې ناحیې کې وشوه
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویل چې چاودنه په یو شخصي ګاډي پورې د لګیدلې چسپکي بم له امله وه چې پکې یو کس وژل شوی دی.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې حملې پړه په غاړه نه ده اخستې.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79689