IQNA

ترکیه له سوریې د ځواکونو په ایستلو کښې د امریکې مرسته کوي

17:31 - January 15, 2019
د خبر لمبر: 3481863
نړیواله ډله: د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپل امریکايي همرتبه دونلډ ټرامپ سره په ټیلیفوني خبرو کښې وویل: انقره له سوریې د وتلو لپاره د امریکايي ځواکونو مرسته کوي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، رجب طیب اردوغان بیګا له ډونلډ ټرمپ سره په ټیلیفوني خبرو کښې، له سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتنې د بهیر په اسانولو کښې انقرې بشپړ ملاتړ ته په چمتووالي ټینګار وکړ.
د ترک او امریکايي ولسمشرانو په دغه ټیلیفوني اړیکه کښې دواړو لورو د سوریې په منبج کښې د ګډې لارې نقشې انځورولو او د دغه هیواد په شمال کښې د تش په نامه امنې سیمې د رامینځته کولو په هکله بحث او د نظر تبادله وشوه.
اردغان بیګا له ټرمپ سره په داسې حال کښې ټیلیفوني خبرې وکړې چې د امریکې ولسمشر له دې مخکښې په یو ټویټ کښې، له سوریې د امریکايي پوځیانو د شاتګ پیلیدو ته په اشارې او له ترکیې سره د سوریې د ګډو سرحدونو په شل کیلومیټرۍ کښې تش د نامې امنو سیمې په برابرولو باندې په ټینګار سره، انقرې ته خبرداری ورکړی و چې د امریکې پر پلوي کرد وسله والو باندې د حملې په بڼه کښې به امریکا د ترکیې اقتصاد په نښه کړي.
د ترکیې د ولسمشر ویاند هم د کُردانو په هکله د امریکې د ولسمشر د وروستي دریځ په غبرګون کښې ویلي وو چې له کرد وسله والو عناصرو سره د سوریې د عامه کردانو برابر ګڼل یوه ستره تیروتنه ده.
http://parstoday.com/ps/news/world-i79686

captcha