IQNA

د یو لیکوال د قرآن کریم پر ضد غوښتنې باندې د مصریانو غوسه

19:13 - July 19, 2018
د خبر لمبر: 3481333
نړیواله ډله: د مصر ناول لیکوال نوال سعداوی د قرآن کریم په ځنې آیتونو کښې د بدلون غوښتنې سره د مصر ښاریز او د ټولنیزه چینلو کارن راپارول.
د ایکنا راپور له مخې، د tsa-algerie.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د مصر یو لیکوال نوال سعداوی، په دې وروستيو کې د تلويزيون په یو پروګرام کښې سپکاوی کولو سره په قرآن کریم کښې د ایتونو د بدلون غوښتنه وکړه چې دې خبرې سره د مصر ښاریز او د ټولنیزه چینلو کارن غوسې سره مخامخ شوي دی.
د دې ناول لیکوال دا نظر سبب ګرځېدلې چې یو مصری وکیل د دینونو توهین تور سره د دغه هیواد په عدالت کښې د هغه په خلاف شکایت وړاندې کړي.
نوال سعداوی په دې وروستو کښې یو تلویزیون چینل ته وېلي وو چې د قرآن کریم، انجیل او تورات متن که چرې د عمومي ګټو او مصالح سره تعارض ولري نو باید بدل شي.
هغه دعوا کړي چې په دینونو کښې یو ثابت اصول نه لرو او دیني خبرو کښې د عصري کولو معنا د ثابت اصولو بدلون دي.
نوال سعداوی، له دې نه مخکښې په اسلام کښې د حجاب خلاف هم خپل نظر وړاندې کړي وو چې د مسلمانانو او د مصري ښاریزو نیوکې سره مخامخ شوي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3729540
captcha