IQNA

په قبرس کښې د لالا مصطفی پاشا جومات

نړیواله ډله: د لالا مصطفی پاشا جومات چې د قبرس شمال په فاماګوستا ښار کښې موجود دی د څوارلسمې پېړۍ په شورو کښې جوړ شوې، دا عمارت لومړي یوه کلیسا وه، بیا د خلافت عثمانیه په فاماګوستا باندې په کال ۱۵۷۱ کښې برید او تصرف نه ورستو په جومات کښې بدل شو.