IQNA

د بشپس کنفرانس سازمان له مشر سره کتنې نه ورستو ترسره شو

د کلیسا د کرامت رعایت په اړه د فلیپین د ولسمشر ژمنه

20:28 - July 13, 2018
د خبر لمبر: 3481322
نړیواله ډله: د فلیپین ولسمشر رودریګودوترته، د بشپس کنفرانس سازمان مشر رومولو وایز سره کتنې نه ورستو په دغه هیواد کښې د کلیسا د اهانت نه کولو ژمنه ورکړه.

ایکنا راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د فلیپین د ولسمشر ویاند د دې خبر اعلان سره وویل: د رودریګو دوترته ولسمشر او د فلیپین بشپس کنفرانس سازمان مشر رومولو وایز د کاتولیک کلیسا او د ردوترته ترمنځه د الله د ثبات په اړه را پېښه شوې حالاتو آرام کولو لپاره لومړي قدم اخیستلي.
دوترته د جمعه په ورځ په دافا ښار کښې د خدای وجود ثبات ته رسولو سره د خپلې استعفا اعلان خبر ورکولو سره وویل: که یو کس پیدا شي چې د خدای وجود ثابت کړي یعنې هغه سره خبرې وکړې او هغه وویني او سلفي ورسره واخلې نو زه به هم هغه وخت استعفا ورکړم.
د دوترته دا اظهارات سبب وګرځېدو چې د هغه سیاسي هم پیمان په هغه باندې نیوکه وکړي او دا خبره تر دې ورسېده چې د کاتولیک بشپس هغه ذهنی مریض وټاکلو.
له بله اړخه روکی د ولسمشر ویاند د دوترته د اظهاراتو په اړه دې بیان سره چې ولسمشر حق لري چې د دین په حقله خپل نظر وړاندې کړي وویل چې په ماشوم والی کښې ورسره یو مسیحی کشیش زیاتې کړي وو.
د فلیپین په اوسېدونکو کښې د ۱۰۳ ملیون کسانو شمېر د مسیحیانو دې او په سلو کښې د ۵ نه تر ۱۰ پورې مسلمانان دي.
http://iqnanews.ru/fa/news/3728808
captcha