IQNA

په دهلی نو کښې «قرآنی ژوند» روزنې غونډه پيل شوه

6:43 - April 17, 2018
د خبر لمبر: 3481177
نړیواله ډله: په دهلی نو کښې د ایران کلتوری سازمان له اړخه لومړۍ روزنې غونډه قرآنی ژوند پیل شوه.

د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان ویبپاڼې نه په نقل، په هند کښې مېشته ایرانیانو د دینی روزنو قرآن کریم ژوند لړۍ لومړۍ غونډه د جامعة المصطفی العالمیة هند مشر حجت الاسلام و المسلمین محمد رضا صالح او د چارواکو، پوهاندو، محصلانو او په هند کې ایرانی کورنو شتون کښې د ایران کلتوری سازمان په غونډو په تالار کښې پیل شوه.
دا مراسم د کمیل دعا لوستلو سره شورو او د حجت الاسلام صالح د قرآن کریم شمس سورت په آیتونو کې د روزنې او ښوونې نکاتو ته اشارې سره یی ادامه ولرله.
هغه د الله مونږ سره خبرو ځانګړیتیا ته اشارې سره وویل: دا امر د الله تعالی د بیان فن د بندګانو ځان ته جذب کولو لپاره چې شاعران ترې نن هم بهره ترلاسه کوي دوه نورې ځانګړتیاوې هم لري یو دا چې مونږ په داسې څیزونو قسم اوچت کړو چې ځانګړي اهمیت او ارزښت لرونکې وې او دویم دا چې دا قسم د مهم موضوع لپاره چې د څه لپاره قسم خورو په ګوته کوونکې وي.
په هند کښې د جامعة المصطفی العالمیة مشر، نفس ته توجه او د هغې پاکتیا د ګناه نه د لرې کېدو مهم ستون وګڼلو او د الله له فرمان نه سرغړونه چې د قوم ثمود په اړه په اخیرني آیتونو کښې ذکر شوي ته یی هم اشاره وکړه.
http://iqna.ir/fa/news/3705845
captcha