IQNA

دسورئې په شمال لویدیځ کې تکفیری ترهه ګربیاسره ښکرپه ښکرشوی دی

6:22 - April 16, 2018
د خبر لمبر: 3481173
نړیواله ډله: له دې مخکې هم دتکفیری ترهه ګرو ترمینځ دسورئې په ځینو سیمو کې سختې نښتې شوی چې وئیل کیږی په سلګونو ترهه ګر په کې هلاک او ټپیان شوی دی
د ایکنا راپور له مخې،  د تهران راډیو ویبپاڼې نه په نقل، ایرناخبری اژانس راپورورکړی ،  د سورئې  دشمال لویدیځ په ادلب ولایت کې د النصره جبهې او  تحریر سوریا  دترهه ګرو ترمینځ  سخته جګړه شوې  چې وئیل کیږی په سلګونو ترهه ګر پکې هلاک شوی دی .
راپورښئ  دتحریرالشام ترهه ګرې ډلې ترهه ګر د تحریر سوریا جبهې  په مورچلو په حملوسره   دادلب ولایت  په جنوب کې  په یولسو سیمو مسلط شوی دی .
راپورونه ددې ښودنه کوی ،  په  حلب ، حماه او ادلب ولایتونو کې دترهه ګرو ترمینځ   په دغو نښتو کې  دواړو خواؤ  ته دسلګونو کسانو مرګ ژوبلې اوښتی دی .
دا په داسې حال کې دی  چې له دې مخکې هم دتکفیری ترهه ګرو ترمینځ دسورئې  په ځینو سیمو کې سختې نښتې شوی  چې وئیل کیږی په سلګونو ترهه ګر په  کې هلاک او ټپیان شوی دی  او دغه راز ئې د یوه بل په لسګونو کسان هم نیولی او بیائې په بوږنونکی ډول وژلی دی .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i69228
captcha