IQNA

فارابي نړیوال فسټیول د افغانستان آیت الله محسني د تکړه محقق په توګه غوره کړ

22:05 - January 23, 2018
د خبر لمبر: 3480995
نړیواله ډله:د فارابي د نهم نړیوال فسټیول د پاې په مراسمو کښې د ۴۱ غوره شویو آثارو قدرونه وشوه چې پکښې ۶ آثار د افغانستان په شمول د نړیوالو محققانو وو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د افغانستان د کلتوري چارو کارپوه نن زمونږ خبریال ته وویل چې فارابي نومې نړیوال فسټیول د علم د تولید، د انګیزې د رامینځته کولو او د اسلامي تمدن د پرمختګ لپاره هلې ځلې کوي او د یونیسکو او آیسسکو دوه نړیوالې موسسې هم ورسره ملګرتیا کوي.
هغه څرګنده کړه چې آیت ا... محسني په ۱۳۸۶ کال کښې هم د افغانستان د اکاډمیسین په توګه غوره شوی و.
آیت ا... محسني د کلام، فلسفي، سیاست، حدیث، فقهې او اخلاقو په بحث کښې څه باندې ۱۴۰ آثار لري چې ورڅخه معجم الاحادیث المعتبره، حدود الشریعه، توضیح المسائل سیاسي، الفقه المسایل الطبیه او فواید دین در زندګي نومې کتابونو ته اشاره کولی شو.
د ویلو ده چې آیت ا... شیخ محمد آصف محسني د فارابي د نړیوالې جایزې په نهم پړاو کښې د انساني او اسلامي تحقیقاتو په برخه کښې د غوره او تکړه څیړاند په توګه انتخاب شو او د یونیسکو، آیسسکو او د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لخوا یې قدرونه وشوه.
د فارابي د نهم نړیوال فسټیول د پاې مراسم تیره اونۍ په تهران کښې ترسره شول او پکښې د ۴۱ غوره شویو آثارو قدرونه وشوه چې پکښې ۶ آثار د افغانستان په شمول د نړیوالو محققانو وو.

http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i64043

captcha