قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ دسورئې امینتی اورګانونو د دمشق په ختیځی غوطې کې د امریکا یوه په وسلو بار ستر ټریلر چې د النصره جبهې دترهه ګرو لپاره ئې روان کړی ؤ. له اردنه سورئې ته د واردیدا په وخت ونیوۀ
بل خبر دا چې دسورئې پوځ دلاذقیه ولایت په شمالی برخې کې د دغه ولایت په شمالی برخې کې د الصراف کلی ته دنفوذ لپاره د النصره جبهې د ترهه ګرو دیوې حملې په ناکامولو سره له هغوی دیارلس تکفیری ترهه ګر هلاک کړی او دهغوی یو شمیر په سترو وسلو سنبال ګاډی ئې هم تباه کړی دی .
په دغو عملیاتو کې د تکفیریانو یوشمیر وسلې اوستر تجهیزات هم دپوځ لاس ته ورغلی دی .
د روسیې دفاع وزارت پرون د سورئې په شمال لویدیځ کې د ادلب ولایت په ختیځ کې له النصره جبهې سره له اړونده ترهه ګرو د سیمې دپاکولو لپاره دسورئې دپوځ د کنډکونو دعملیاتو ډپیلیدا خبر ورکړی ؤ .
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i64035