IQNA

اسرائیل په سیمه کښې یو شرور رژيم دی

21:52 - January 23, 2018
د خبر لمبر: 3480993
نړیواله ډله: لاریجاني وویل: د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع د مسلمانانو دنده ده.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل،د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې مقاومت له صهیونیسټي رژیم سره په مقابله کښې یوازنی موثره طریقه ده، وویل: د قدس نیواکګر رژیم په اسلامي ټولنو کښې د مقاومت د تفکر له ودې ویریږي.
مهر خبري آژانس لیکلي چې علي لاریجاني نن په تهران کښې (غزه د مقاومت سمبول) په نامه اتم کانفرنس کښې څرګنده کړه: د فلسطین د مظلومو خلکو دفاع د مسلمانانو دنده ده.
د ایران د اسلامي شورا (پارلیمان) مشر د خپل هیواد د پوهانو د وژلې په شمول د صهیونیسټي رژيم جنایتونو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل: اسرائیل په سیمه کښې یو شرور رژيم دی.
علي لاریجاني زیاته کړه چې باید د دغه شرارتي رژيم په وړاندې دریدنه وشي.
http://parstoday.com/ps/news/iran-i64045
captcha