IQNA

د بنګلادېش د مسلمانانو کلیزه ستره غونډه تر پایی ورسېده

22:18 - January 22, 2018
د خبر لمبر: 3480990
نړیواله ډله: د بنګلادېش د مسلمانانو کلیزه سترې غونډې دویمه مرحله چې له پرون(دی میاشتې ۲۹) نه د بنګلادېش مرکز ښار ډاکا سره نږدې په توراګ روډ باندې شورو شوې وه نن یی خپل کار تر پایی ورسولو.
د بنګلادېش د مسلمانانو کلیزه ستره غونډه تر پایی ورسېدهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د The Daily Star ورځپاڼې نه په نقل، د بنګلادېش په زرګونو مسلمانانو او د نورو هیوادونو په دې غونډه کښې ګډون وکړو او د توراګ روډ باندې تر ۲۰ کلومېټر پورې د جمعه لمونځ ادا کولو سره یی خپلو مذهبی پروګرامونو کښې ګډون وکړو.
د دې غونډې لومړۍ مرحله له ۲۲ نه تر ۲۴ پورې پیل شوې وه او دویمې مرحلې یی نن اخیرنۍ ورځ وه.
د بنګلادېش هیواد وزیر اسد الزمان خان، په دغه مراسمو کښې شتون سره په دغه مراسمو کښې له بهرنې هیوادونو نه تقریباْ ۴ زرو کسانو ګډون خبر ورکړو.
دا مراسم له کال ۱۹۴۶ نه په کلیزه توګه پيل کېږي او په دغه کښې د جماعت لمونځ، د مسلمانانو عالمانو تقریرونه او د قرآن کریم قرائت مراسم پيل کېږي.
د دې مراسمو امنیت د بنګلادېش د حکومت امنیتي ځواکونو او چمتو ځواکونو له اړخه د څارنې ابزارونو سره پيل کېږي. په بنګلادېش کې مسلمانانو غونډه، د اربعین امام حسین علیه السلام او د حج نه ورستو د نړۍ تر ټولو ستره اسلامی غونډه ده.
د دې غونډې په دواړو مرحلو کښې تقریباْ ۵ ملیونه مسلمانان ګډون کوي، دا غونډه د بنګلادېش اسلامی تبلیغ سازمان له اړخه په مسلمانانو کښې د اسلامی ښودو او اصولو نه پیروي کولو هدف سره پيل کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3683658
captcha