IQNA

دینی مراسمو کښې د چین مسلمانه ماشومانو ستون باندې بندیز

11:58 - January 20, 2018
د خبر لمبر: 3480986
نړیواله ډله: د چین په غرب کښې د مسلمانانو په استوګنه سیمه کښې یو تعلیمي ادارې د مسلمانانو ماشومانو په دینی مراسم کښې د هغوي ګډون منع کړو.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز نه په نقل، د ګانسو ولایت په لینشیا سیمه کښې د تعلیمي حوزې مسؤولانو چې د هویی قوم مسلمانانو د استوګنې سیمه ده، په دینی تعلیم باندې کنترول لپاره د مسلمانانو محصلانو په دینی مراسمو کښې ګډون منع کړي.
د لینشیا مسؤولانو همدارنګه اعلان کړي چې مسلمانان محصلان په دینی مرکزونو او کلاسونو کښې قرآن کریم او نور دینی کتابونه نشې لوستلې او ټول محصلان او معلمان باید دا غبرګون جدی واخلې او هڅه وکړي چې د دې سیاست رعایت وکړي.
د رویترز د لینشیا تعلیمي ادارې مسؤولانو سره اړیکه نیولو ټولې هڅې د هغوي ځواب نه ورکولو له په سبب بي نتیجه پاتې شوي.
د مارکسیست استاد او په چین کښې د اسلام شتون باندې انتقاد لرونکې او د ټولنیزه علمونو غیر حکومتي اکاډمۍ مشر د لینشیا دا اقداماتو نه مننه کړي.
دې اعلان سره، د لینشیا په سیمې کښې د تعلیم او د دین ترمنځه بېلتون لپاره مؤثر قدم اخیستلې شوي.
د دینی چارو سره تړون لرونکې مقررات د تیر کال په اکتوبر میاشته کښې خپور شوې وو او مذهبي تعلیم باندې څارنه زیاتولو هدف سره دا اقدامات به له راروانې میاشتې اجرا کېږي.
د کیانګ سین ولایت چارواکو، د ترک ژبي اقلیتی مسلمانانو سیمه اویغور کې هم زیات مسلمانه ماشومان په دینی مراسمو کښې د ګډون نه منع کړي.  
http://iqna.ir/fa/news/3682983
captcha